سرپرست حکومت: په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مو ځینې قونسلګري خبره نه مني

سرپرست حکومت: په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مو ځینې قونسلګري خبره نه مني


  • 3 مياشتي دمخه (30/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 153

سرپرست حکومت ویلي، چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې ځینې قونسلګري د دوی له بیا بیا غوښتنو سره سره د دوی خبره نه مني او ډېر کړنې په خپل سر ترسره کوي.

د اوسني حکومت بهرنیو چارو وزارت په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، بولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرلیا هېوادونو کې د افغانستان د قونسلګریو فعالیتونه غیر قانوني بللي او زیاته کړې یې ده، چې د دوی له لوري هر ډول خدمات د مرکز او اړوندو بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي.

یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په دې اړه هیڅ ډول اجرات نه ترسره کوي.

په خبرپاڼه کې په یادو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړل شوی، چې په یادو شویو قونسلګریو کې د دوی لپاره هر ډول قونسلي خدمات د منلو نه دي او باید په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت استازولیو ته مراجعه وکړي.