د سپیڅلي او لوی څښتن په نامه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • انجنیر ذکیه وردګ
  • 1260

خوشحاله یم چې خپل وطن او خپلو هیوادوالو ته د خدمت او رېښتینې مینې پر بنسټ د لومړي ځل لپاره حکومتي دنده له هیواد نه بهر پیلوم . 


ما دیوه ښه او پرمختللي ژوند ډیرې ښېګڼې د خپل هیواد او ولس د خیراو ښېګڼې  په خاطر پرېښې دي او دا پرېکړه اوژمنه مې کړې ده چې د خپل شهید او ارمانجن پلار، ورور او خاوند نیمګړې ارمانونه به تر خپل وس اوتوان پورې پوره کوم .

خپل رسمي کار د هندوستان په ممبیي ښار کې د جنرال قنسل په توګه په دې هیله پیل كوم تر څو وکولای شم خپل ولس، نظام، جمهوریت او حکومت ته دغوره او رغنده کارونو جوګه شم.

زما لپاره د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې ولس د جګړې، فقر او کرونا له وحشت سره مخامخ او سخت ځوریږي دا ډیره درنه دنده ده ولې باورلرم او ‌‌‌‌‌‌پوره ډ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې هغه باور او اعتماد ته به چې پر ماشوی هېڅ ډول او هېڅکله زیان و نه رسیږي .

په دې اړوند د افغانستان د رییس جمهور ښاغلي محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي حنیف اتمر نه مننه کوم چې پر مایې اعتماد او باور وکړ او زه یې د دغه دندې لپاره وړ وبللم. د هند د حکومت او مشرتابه نه هم مننه کوم چې زما اګریمان یې قبول او ومانه . 

پوره ډاډ څرګندوم چې د دواړو هیوادونو، خلکو او حکومتونو ترمنځ به د اړیکو د پراختیا او ټینګښت په لاره کې رغنده هلې ځلې کوم ترڅو د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ د دواړو هېوادونو  او ولسونو اړیکې د پخوا په پرتله لا پراخه، ټینګې، ځواکمنې او غښتلې شي او دواړه لوري ترې نه په سیمه او نړۍ کې د امن، ثبات، سولې او پرمختګ په لاره کې روغه ګټه پورته کړي .

په اخر کې په هندوستان کې مېشتو افغانانو، افغان زده کونکو، سوداګرو او د افغانستان او هندوستان ټولو مینه والو ته ډاډ ورکوم چې د قانوني ستونزو د حل په لاره او سرته رسولو کې به له هیڅ ډول هلو ځلو دریغ نکوم او د خپل مکلفیت او مسولیت له مخې به د دوی غوښتنو ته په سړه سینه، په خپل وخت او بې له ځنډه  ځواب ورکوم او زما د دفتر ټلیفونې  شمېرې، برېښنا لیک، او نور مجازي اکوټونه به تل، ورځ او شپه د دوی په خدمت کې وي .

همدارنګه هیله لرم چې تاسې هم په خپل پراخه ملاتړ سره ما په دې لاره کې یوازې مه پرېنږدی، ټول ملي مکلفیت او رسالت لرو تر څو په ګډه سره د یو بل د سوکالیو، خوشحالیو او نیکمرغیو لپاره کار وکړو او یو بل ته د مرستې، دوستی او ملاتړ لاس ورکړو. 

زه په ټول توان سره اقتصادي، فرهنګی، تحصیلی، روغتیایي، بشري او نورو چارو، فعالیتونو او اړیکو ته جدي پاملرنه او کار کوم او په دې برخه کې د اړیکو وده، پراختیا او زرغونتیا زما د فعالې دیپلوماسۍ اصلي برخې جوړوي چې ټول اجرات او کړه وړه به د قوانینو په رڼا او د ملي ارزښتونو او ګټو پر بنسټ وي .

په درنښت
انجنیر ذکیه وردګ
په ممبیي کې د افغانستان جنرال قنسل