د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، له دې وروسته نور غلی نشي پاتې کېدلی.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه پر حکومت نيوکه کړې ده چې غواړي په زوره پرې هغه قانون ومني له مخې يې خان په زندان کې پاتې شي.
دی همداراز ادعا کړې ده چې حکومت زرګونه تنه بې ګناه انسانان ووژل او زنداني يې کړل.
خان دغه راز ويلي، پاکستان کې نه يوازې چې عدالت نه پلی کيږي، بلکې څرک يې هم نه لګېږي.
عمران خان په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې په ټول هېواد کې دې لاريونونه پيل کړي.
نوموړي ويلي، کله چې د عدالت دروازې بندې شي، لاریون یې اخري حل لاره ده.
نوموړي دغه راز ويلي، مېرمن یې بي بي بشرا هم سه باندې يو کال پرته له کوم جرم بندي وه.
نوموړي دغه راز له ښځو سره د حکومت پر چلند هم نوکه کړې او ويلي يې دي چې مشرانې خويندي چې عمرونه يې ۷۰ کلونو ته رسېږي، د حکومت له لوري نيول کيږي او حتی دی سره هم د محکې په حکم ګوري.
بايد ياده شي چې خان د لاريونونو لپاره معلومه نېټه نده ټاکلې، خو په پلويانو يې د چمتوالي غږ کړی دی.