په دوربابا ولسوالۍ کې یو منځنی ښوونځی تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دوربابا ولسوالۍ کې یو منځنی ښوونځی تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


  • 4 کاله دمخه (09/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1495

د ننګرهار ولایت مقام وايي، چې ددې ولایت د دوربابا ولسوالۍ ګوړوکو سيمه کې د پوهنې رياست په هڅو د «IRC» ادارې په پنځه سوه پنځوس زره يورو مالي لګښت د يو منځني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

چارواکي وایي، دغه ښوونځي ته چې په دوو پوړونو کې ودانۍ جوړه شوې شل درسي او اته اداري خونې، د ساينسي مضامینو مجهز لابر اتوار، د دوه ويشت زره ټوکه لرونکی مجهز کتابتون، د لمريزې برېښنا شبکه، کمپيوټر خونه، ورزشي ميدانونه، څلور سوه متره د احاطې ديوال او نور اړين ملحقات شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونځي لپاره ځمکه د سیمې خلکو په مالي لګښت اخیستل شوې وه.