ندیم: ښوونیز نظام کې مو د بې‌عدالتۍ او فساد جرړې اېستلې

ندیم: ښوونیز نظام کې مو د بې‌عدالتۍ او فساد جرړې اېستلې


  • 1 کال دمخه (26/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 624

سمسور نیوز (۶وری۱۴۰۲) د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر وایي، د هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې یې د بې‌عدالتي او فساد جرړې اېستلې دي.

ندا محمد ندیم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زده‌کوونکو د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ژمنه کړې، چې د هېواد د ښوونیز او تحصیلي نظام ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي. 

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس غلام حیدر شهامن ویلي، چې د دې ادارې نصاب يې له نړیوالو معیارونو سره برابر کړی دی. 

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ۳۷۰ ډېر انسټیټونه شته، چې له ۵۰ زره ډېر کسان پکې په زده‌کړو بوخت دي.