ناسم ویل شوي سروکي:

ناسم ویل شوي سروکي:


  • 3 مياشتي دمخه (25/01/2022)
  • ماهر احسانزی
  • 554

سروکي د لنډیو په څېر د ولسي ادب ښکلې برخه ده، چې د ښکلا معیار ته یې د لنډیو په عینکو  کتل په کار دي، خو چې لیکلي نه، ګړني ادب پورې اړه لري، نه يې  ښکلا اندازه شوه او نه یې تر اخره لومړنۍ بڼې پاتې شوې..

ډېر شمېر سروکي که په لومړنۍ بڼې را پاتې ندي خو دوهمه یا نوې بڼه یې هم کومه معنوي ستونزه لري لکه :

پاس په تېرا مې اړوینه

یار مې ننګراری * دی مورې

ما درنه وړینه

دا څو رقمه ویل شوی/ کېږي.

او په تورخم مې اړوینه

یار مې کاموال/ خوږیاڼی، کابلی... دی مورې

ما درنه وړینه

 

جینۍ پاس د تنګي تور لونګ ګیډي راوړي

ملا ذان*      سبايي، تور لونګ ګیدي راوړي

 

لومړی نیم بیتي يې داسې هم دی:

جینۍ پاس پر تندي، تور لونګ ګیډي راوړي.

 

دغه ادلون بدلون ډېر مشکل نه لري، خو ځینې سروکي بیا که په لومړني شکل ونه ویل شي، یا معنا نه ورکوي او یا یې خپل تاریخي ارزښت( چې له امله یې سروکی رامنځ ته شوی) له منځه ځي..

شاځوان منور راسره په یوې مرکه کې پر اوسنیو سندرغاړو یوه نیوکه همدا کوله چې له سروکو نا خبره دي، په داسې بڼه یې وایي چې حتی هیڅ معنا نه ورکوي.

ده وویل: کوم سندرغاړي ویلي:

چې توت مې څنډوو څڼې یې ډکې

لیلی ولاړه وه په دروازه کې

دا سروکی اصلا استاد منور ویلی او داسې دی: 

چې توت مې څنډ واهه، څانګې یې ډکې

لیلی ولاړه وه په دروازه کې

اوس چې سړی دا دواړه بڼې سره وګوري نو خپله پوهېږي چې د استاد منور ویلی سروکی سم دی؛ ځکه معنا ورکوي. خلک هغه توت څنډي چې توتان پکې وي خو که سړی توت څنډې او څڼې یې ډکې وي ، یعني څه؟

دا نه د تشبه منطق دی چې د توت څانګې، بې رقمه شډل، غټ او ... منډان دې له څڼو سره تشبه شي او نه ورځنی محاوره ده.

یو بل شعر چې اوس سروکي ته نږدې شوی، اصلا سندره ده خو لا يې تاریخي پسمنظر نه دی خوندي شوی. شاعرانو هم پکې مسرې ور زیاتې کړې دي او سندرغاړو هم پرته له دقته ویلې ده.

تاسو به اوریدلې وي چې

لاړ شه ننګرهار ته کمیس تور ماته راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه

( دې ځای کې دا شعر په سروکي بدلېږي، خو دا اصلا د ولسي ادب چهاربیتو ته نږدې ژانر دی چې غلط را رسیدلی دی).

 

پدې  شعر کې  اصلا نه ننګرهار دی او نه هم پیښور، بلکې دا باجوړ دی او پوره بڼه يې داسې ده:

 

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماته راوړه 

تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه 

چې د فرحت له غمه بل دې پرې اورونه 

فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه

په دې پسې ډېر بیتونه دي چې اړونده کیسه تشریح کوي او بیا په وروستیو کې د باجوړ د سیمې خبره پکې کېږي.

دا شعر سرور خټک په ۱۹۵۸ م کال کې لیکلی او ده د باجوړ له یوه ملکه په همدې کال په دې اړه کیسه اوریدلې، چې ملک خپل بابا په ۱۹۰۸ م کې کړې، چې د ملک په قول د کیسې وخت له دې سنې ۳۵۰ کاله وړاندې دی.

سرور خټک چې د فرحت په تبۍ تور ګلونه په نوم کتاب هم لري، وايې چې فرحت په تبۍ تور ګلونه مسره نه ده جوړه کړې او نه د بل معلوم شاعر ده، بلکې هماغه وخت چې فرحت د ورور له لاسه ووژل شوه، د کلیو په ښادیو کې به له لنډیو سره دا مسره را غبرګیده او تر ننه را روانه ده.

 

اوس چې سړی دا تاریخي پس منظر ګوري نو ورسره معلومه شي چې موږ له دې تاریخي سندرې سره څومره زیاتی کړی دی، ځکه پدې شعر کې نه یوازې ډېر بیتونه له پامه غورځول شوي، بلکې تاریخ او د وخت حاکم فکر، کلچر، رشتې، کلیوالې ژوند او د خلکو لپاره د ژوند تېرولو هنر پکې منعکس دی.۲

د دیمو کراسۍ په نویو کالونو کې یو بل سروکی چې هیڅ سندرغاړي/ې به نه وي پریښی دادی:

 

شین اسمان ذرې ذرې

د سرو زرو تنابونه

سپوږمۍ د بام په سر

پر یار وایه سلامونه

دا سروکی دومره ډېر وویل شو چې حتی مبتذلې او پریوتې موسیقۍ ته به خلکو د شین اسمان ذرې ذرې موسیقي ویله، خو بیا هم د دومره ویلو سره سره ددې سروکي اصلي بڼه پټه وه.

د پورتنیو بېلګو په څېر به دلته هم د معنا او تصویر کنډې ته دا کلیمې ور اچوو، بیا راته معلومیږي چې شین اسمان څنګه ذرې ذرې؟

 د ذرو وروسته د سرو تنابونه له ذرو جوړ دي که د بل څه شي دي؟

بل څه شی اسمان کې څه کوي او که ستوري د سرو تنابونه دي نو په شین اسمان ستوري له کومه شو؟

 بیا اسمان چې ذرې ذرې دی ، ستوري څنګه ښکاري؟

دغسې نا ځوابه پوښتنې هله ځوابېږي چې د سروکي اصلي بڼه ولولو:.

شین اسمان ځلې ځلې

د سرو ذرو تنابونه

سپوږمۍ د بام پر سر

په یار وایې سلامونه

اوس دا ویل اسانېږي چې ځلې ځلې له باران وروسته د اسمان هغه حالت دی چې د بوډۍ ټال پکې راخیژي او چې خبره ټال ته لاړه نو تناب او سلام دواړه اسانیږي ،ځکه د سپوږمۍ د ریبارۍ کیسې خو به مو ډېرې اوریدلي وي، حتی تر دې سروکي:

سپينې سپوږمۍ وایه اشنا به چیرته وینه

ګونګۍ شوې ولې؟

وه ګونګۍ شوې ولې، نه وایی حالونه

نا سم ویل شوي سروکي ډېر دي او د پیداکولو او یا د سم او نا سم سروکي د پیژندنې لپاره باید د ویل شوي سروکي شننه وکړو، چې څه مانا؟

 ولې ویل شوی؟

 د ژبې شته کلیمې او د سروکي کلیمې ، د سروکي لومړنۍ ځمکه، چاپیریال ، د چاپیریال مروج لغات، تعلیمي او ټولنیر لید لوری به ورپسې ګورو او بیا به دا را معلومیږي چې سروکی سم دی کنه؟

ډېر خلک لا هم وایي:

تاخو ډېر وژلي دینه

د کونړ غلام مامده(محمده)

باړې ته مه ځه.

ددې سروکي دا حالت تر نقد لاندې نه نیسو خو سمه بڼه یې:

ساپو ډېر وژلي دینه

د کونړ غلام مامده

باډیل ته مه ځه

وړاندې مو د کلیمو خبره وکړه چې که په سروکو کې راغلې کلیمې تحلیل کړو، اصل سروکی به لاس ته راشي.

 

سرې سترګې خومارې بانړه د جالندهر دينه

ټيک مې دړې واړې دا چارې د زرګر دينه

 

دلته سترګې خومارې دي، باڼه د جالندر د سیمې دي، لکه اخیستې یې چې وي..

دلته یوازې الفاظ راټول شوي خو کومه معنا نشته، سترګې خومارې دي، خو د څه لپاره؟ باڼه د جالندهر دي، چې یوه سیمه ده خو د خومارو سترګو او د جالندهر د بڼو سره رابطه څه ده؟

 

خو مولنا خانزیب لیکي:

((((  پدې سندره کښې هم دوه غلطۍ راغلي:  یو د ،خونبارې ،په ځای ،خومارې ،دوېم د ،لاجمدر ، په ځای ، جالندهر،راغلی

"جمدر" زمونږ  په قبايلي سيمه کښې د یوې نوکدارې وسلې ، نېزې په څېر ، نوم دی چې ځلمي یې په کمربند کښې ټومبي. زموږ د باجوړ په سيمه کښې تراوسه د خلکو په کورونو کښې شته، خپل تېکی به یې هم وو ،شل ، هم ورته وایي. د جمدر په اړه بهادر شاه ظفر کاکاخېل پخپل ،ظفراللغات ، کښې وايي:

دا د ټوپک د وخت نه وړاندې د پخوانۍ زمانې د ،چړې ،په څېر وسله وه خو د چړې نه به لکه نېغه او اوږده وه چې ،کټاري هم ورته ویل کیږي خو جالندهر د هند یو ښار دی.

سرې سترګې هم د حسن استعاره ده چې انجونې په سرو رنجو خپلې سترګې تورې کړي او خون بارې برېښي پدې سندره کې او "لاجمدر نه "جلندر" جوړ کړی شوی دی.).

اصل بڼه:

سرې سترګې خونبارې، باڼه مې لا جمدر دينه

ټیک دې دړې وړې دا چارې د زرګر دينه

اوس سړی پوهېږي، چې پیغله ایینې ته ولاړه ده، خپلو سترګو ته يې ورکتلي، ورته خونبارې ښکاره شوې دي، ورسره خپلو تېرو بڼو ته کتلي سم جمدر ورته ښکاره شوي چې زړونه غوڅوي نو سروکی خپله معنا دلته پیدا کوي، نه هلته چې سترګې خومارې، باڼه د جالندهر دېنه..

خوشال بابا هم څو ځایه جمدر د همدې وسلې او نیزې په توګه کارولی: :

مغل بې قدره، پښتون بې ننګه

توبه له تورې، توبه له جنګه

تسبیح په لاس کښې په نظام پور کښې

ناست په مسجد کې، جمدر تر څنګه

په لنډیو کې اورو:

په بېلتانه مې داړه اوکړه

ترې مې راستون کړل په جمدر وهلې زړونه.

سروکي د پښتو ولسي ادب خورا ښکلې او غوښنه برخه ده خو زموږ څیړونکو ته بویه، چې دا اصیل غمي د ناسم شهرت له ګرده پاک کړي او راتلونکي نسل ته یې د خپل ماضي د خوندورو شیبو د لیدلو لپاره وساتي کنه لکه ددې چې

ورته راکاږه توپونه

ناوه ګۍ مومندو ورانه کړله

د دیر نوابه .

دلته اوس د قام نواب، د دیر نواب په ځینو سروکو کې عمراخانه راغلی، کوم یو سم دی؟

زموږ د ادب برخه کې د تحقیق او د تېر پښتون کلچر د پیژندنې خورا نا ویلي اړخونه شته چې ورباندې کار به یې د معاصرو ادبیاتو لویې امساوې شي.

سرچینې:.

1_ ننګرهاری

2_ محمد ګل منصور سره مرکه

3 _مولنا خانزیب، انترنیټ .