نوموړي ویلي، چې موږ ۸۵ سلنه وسایط وژغورلی شوی.

نوموړي ویلي، چې موږ ۸۵ سلنه وسایط وژغورلی شوی.


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1095

د هرات والي عبدالواحد قتالي وایي، چې دوی بریالي شوي، چې  تر ۸۵ سلنه پورې وسایط د اسلام قلعه له اور څخه وژغوري.

 

ښاغلی قتالي وایي، چې تر ۳۵۰ پورې موټرونه د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله سوځېدلي چې له امله یې میلیونونه ډالر زیان سوداګرو ته اوښتی دی.

 

دغه راز نوموړي ویلي، چې ددې پېښې د څرنګوالي او څېړنې په موخه یې ددې ولایت ټول تخنیکي او کشفي ټیمونه یې په سیمه کې دي او د پېښې اصلي لامل به روښانه شي.

 

د هرات والي د ایران له همکارۍ هم مننه کړې، چې د اور په مهار کولو کې له افغان دولت سره یې بېړنۍ مرسته کړې.