د قانون د حاکمیت او نه حاکمیت پر ارزښت باندي ټول پوهیږي او له بده مرغه په افغانستان کې به زما په شمول زیاتره ځوانان د قانون نه حاکمیت په اړه تر هر څه مخکې په خپله ډیري ترخې خاطري لري، په هغه ټولنه کې چې قانون حاکم وي، هلته عدالت حاکم وي، هلته د هر چا حقوق خوندي وي، هلته ټولنیزه نیکمرغه پریمانه وي، هلته د وطن دوستۍ حس په خلګو کې موجود او پیاوړی وي، هلته ټول خلګ ځان هوسا او ارام احساسوي، د قانون کلمه ډېره قوي او هیله منه کلمه ده، دا کلمه د ټولو زورواکیو، تبعضونو او بې عدالتیو په وړاندي یو ستر ځواک دی، خو په دې شرط چې حاکمان او د هغو خپلوان یې حاکمیت تر پښو لاندي نه کړي، په ټوله کې قانون د دیني او دنیوي اصولو په رڼا کې رامنځته شوې هغه تګلاره او کړنلاره ده چې ټول خلګ یې په منلو او کولو مکلف دي، له قانونه څخه ناخبري رښتیا هم جرم دی، خو دا خبرتیا به خلک هغه وخت بشپړه حاصله کړې چې د قانون تر څنګ نوري لنډي لاري بیرته د قانون مسیر ته ځان واچوي او خلک دا حس کړي چې اوس نو څه کول په کار دي او څه نه کول په کار دي…
د قانون تر څنګ د قانون د ښه تطبق لپاره ځیني نور اصطلاحات لکه اصول، قواعد او مقررات هم موجود دي، چې دلته یې په لنډ ډول یادونه شوې ده..
قانون ( Law ):
قانون هغه دستورالعمل دی، چې په واسطه یې د ټولنې نظم را منځته کیږي او خلګ یې په کولو مکلف وي، قانون د حقوقو او حدودو درجې او په ټولنه کې د خلګو وظایف ټاکي، بشري قوانین په عموم کې دوه اړخه لري چې رواني او جسمي اړخونه دي، دا اړخونه یو له بل سره لازم او ملزوم دي، قوانین د قواعدو او نورمونو څخه جوړ داسي یو سیسټم دی، چې اصول یې بنسټیزي سرچینې بلل کیږي، چې د متخصصو، باصلاحیته مقننه چارواکو له خوا جوړیږي.
تمدن د قوانینو پیروي کوي او قانون د باتمدنه او بې تمدنه ژوند تر منځ فرق رامنځته کوي، تیورۍ ( نظریې ) د قانون لپاره مفیدي وي، خو د خلګو نظریات باید قانون ته جوړ وي، ځکه زیاتره وخت نظریې او تیورۍ یوازي یوه مفکوره وي نه قوانین…
مقررات (Regulation):
مقررات د یوې ادرارې له خوا د قانون د تطبق لپاره جوړیږي، لکه د جواز ورکولو د قانون مقرره، د لوړو زده کړو وزارت د کریډیټ سیسټم مقرره او داسي نور… قانون عام دی، چې له ولسي او لویي جرګې څخه تر یو معلوم پروسیجر وروسته تصویبیږي، اما مقررات د قانون په رڼا کې د یوې ادارې له خوا د اداري لپاره د قوانینو او اصولو د تطبق په موخه جوړیږي، قانون په عامه توګه مساویانه تاثیرات لري اما مقررات یوازي پر هغو کسانو تاثیر لري چې له ادارې سره په تماس کې وي…
قواعد (Rules):
قواعد او قوانین دواړه د نظم او خوندیتوب لپاره رامنځ ته شوي، اما یو له بله سره فرق لري، کله چې تاسي ماشومان یاست مور او پلار تاسو ته یو لړ قواعد وضع کوي تر څو د هغو په تعقب مخته ولاړ شی، خو کله چې بیا تاسي د کورنۍ له چوکاټ څخه ټولنې ته ووزی بیا نو حکومت ستاسو لپاره قوانین ټاکي چې په تطبق کولو سره یې مکلف یاست، قواعد له قوانینو او مقرراتو څخه وتلي یو شی دي، چې په ټولنه یا اداره کې د ادارې په غوښتنه سره د توافق په صورت کې را منځته کیږي، مثلا که د یوې ادارې پرسونل تر خپل منځي تفاهم وروسته د هر معاش له جمع کېدو سره یوه خاصه برخه پیسې په یو خاص صندوق کې راټولوي او بیا یې د یو هدف لپاره استفاده کوي دا یوه قاعده ده اما کومه مقرره او قانون نه دی او یا هم کولای شو د کومي لوبې لپاره قواعد وټاکو…
قواعد انعطاف منونکي، خو د تدریس وړ نه دي، اما د ټولني په نظم ساتلو کې راسره مرسته کولای شي، د قواعدو د ماتېدو پایلي ډیري تاواني نه وي، خو د قوانینو د ماتیدو پایلي سختي او د سزا وړ وي…
اصول (Principles):
اصول د یوې ټولنې د منل شویو اخلاقي ارزښتونو او معیارونو استازیتوب کوي، چې اصل، اساس او ریښه یې مترادفي کلمې دي، اصول د قوانینو سرچینه بلل کیږي او قوانین له اصولو څخه اخیستل کیږي( قوانین د اصولو پر بنیاد جوړیږي).
دا اصل دی چې د یو چا ژوند اخیستل غلط کار دی، د دې اصل پر بنیاد قانون قتل ناروا بللی او د هغه لپاره یې خپلي سزاوي ټاکلې دي.
په اصولو کې زده کړي د هر انسان/ افغان حق دي، د دې اصل لپاره د زده کړو او لوړو زده کړو په موخه قوانین جوړ شوی، چې دا اصل څنګه پر ځای سي..
د ټولنې خدمات لویې لاري، ویالې، ښوونځي، مدرسې او سړکونه جوړول اصل دی، اما د دې لپاره قوانین او د بیلا،بیلو وزارتخانو له خوا مقرارت جوړ شوي، تر څو دا اصل پر ځای او خلک هوسا شي…
اصول د چلند او چوکاټونو لارښوونه کوي او له انفرادي افکارو څخه ماسېوا دي.