امام علي‌رحمان د افغانستان شااوخوا کې د امنیتي کمربند جوړولو غوښتنه کړې

امام علي‌رحمان د افغانستان شااوخوا کې د امنیتي کمربند جوړولو غوښتنه کړې


  • 2 کاله دمخه (19/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 1052

سمسور نیوز (۲۷تله۱۴۰۱) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې وروستۍ ترورېستي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

نوموړي تېره ورځ په دوشنبه کې یوې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان په شااوخوا کې د امنیتي کمربند جوړولو ته جدي اړتیا ده.

د تاجکستان ولسمشر د تېرې جمعې په ورځ یوې ناستې ته په وینا کې هم ادعا کړې وه، چې اوسمهال په افغانستان کې زرګونه ځانمرګي بریدګر روزل کېږي. 

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ا.ا حکومت بار، بار ټینګار کړی، چې له افغان خاورې به د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.