ډبلیو اف پي افغانستان کې خپل ۱۱۵ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه تړلي

ډبلیو اف پي افغانستان کې خپل ۱۱۵ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه تړلي


  • 1 کال دمخه (27/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 633

سمسور نیوز (۷سلواغه۱۴۰۱) د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، په افغانستان کې یې د فعاليتونو د ځنډېدو له امله لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له امله له ۴۳۷ کلینکونو څخه يې ۱۱۵ ګرځنده تړل شوي، چې د ۸۲ زره ماشومانو په ګډون یې امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم اغېزمنې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د ښځینه ښوونکو د نه‌شتون له امله په ښوونیزو برخو کې د دې سازمان فعالیتونه هم ځنډول شوي، چې له امله یې ۳۹ زره او ۳۰۰ کسان چې په دې کې هم ډېری یې ښځې دي اغېزمن شوې دي.

خو په راپور کې راغلي، چې تر اوسه پورې ۱.۳۶ ملیون خلکو ته د خوراکي توکو مرستې او بېړنۍ تغذیه رسېدلې او د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري، چې په روانه میاشت کې دا مرستې ۱۵ ملیون خلکو ته ورسېږي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د ډسمبر په میاشت کې د اسلامي امارت له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، ډېری مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.