د جرمني حکومت راتلونکې اوونۍ د خپلو افغان همکارانو د منلو او اېستلو ځنډولې لړۍ بیا له سره پیلوي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د جون په ۲۶مه به په افغانستان کې د جرمني د مخکینیو سیمه ییزو کارکوونکو او له ګواښ سره د نورو مخ افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانانو د منلو بهیر به په راتلونکو اوونیو کې په تدریجي ډول چټک شي او هره میاشت به ۱۰۰۰ کسان ومنل شي.
د هغه په خبره، د هغو افغان کډوالو د دوسیو څېړل ورته لومړیتوب لري، چې په پاکستان او ایران کې په تمه دي.
جرمني د افغانانو د لېږد پروګرام د روان زېږدیز کال د مارچ په پای کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره وځنډاوه.