د ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې د وخت ضایع کيدل

د ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې د وخت ضایع کيدل


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1011

فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون تورن کړی چې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې او ټاکنیزو اصلاحاتو په رامنځته کیدو کې وخت ضایع کوي او په وینا یې دا چاره د هیواد د راتلونکي لپاره کړکیچ جوړونکې ده.

د یاد بنسټ په وینا دغو دوه مواردو کې د وخت ضایع کول به د ټاکنو پر بهیر، پر یاد بهیر د خلکو پر باور او یاد بهیر لپاره د نړیوالو مرستو د جلب په برخو منفي اغیزې وکړي.

یاد ټاکنیز بنسټ ټینګار کوي چې ټاکنیز اصلاحات د هغه سیاسي هوکړه لیک برخه ده چې د روان کال د غوايي میاشتې په ۲۸ نیټه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو او له مخې یې باید په دې برخه کې جدي کار وشي.

 فیفا ټینګار کړی چې د ټاکنو وروستۍ ستونزې او ننګونې ښيي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کول یوه حتمي او ضروري چاره ده.

یاد بنسټ تور پورې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ترسره کوونکي او مدیریت کوونکي مسوول بنسټ په توګه هیڅ د پام وړ اقدام نه دی کړی.

دغه راز یاد بنسټ خبرداری ورکړ که د راتلونکو څلورو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره لازم ټاکنیز اصلاحات رامنځته نه شي یادې ټاکنې به له ننګونو سره مخ شي او دا چاره د راتلونکي لپاره بحران زیږونکې ده.