د امریکا په دوه سترو ایالتونو نیویارک او کالیفورنیا کې د کرونا له امله لګول شوي بندیزونه لرې کړل شوي دي.
د امریکا حکومت په داسې مهال دغه پریکړه کوي، چې په یادو ایالتونو کې کرونا تر ټولو ټېټې مرحلې ته رسیدلې ده او نږدې ۷۰ سلنه وګړي یو ځل واکسین شوي دي.
د امریکا په نیویارک او کالیفورنیا ایالتونو کې کرونا ویروس تر ټولو مخکې خپور شوی وه؛ خو اوس په کې لګول شوي بندیزونه لري شوي او خلک په نورمال حالت کې ژوند تېروي.