د صوفي عبدالرحمان بابا یو بیت او څو تفسیرونه

د صوفي عبدالرحمان بابا یو بیت او څو تفسیرونه


  • 7 مياشتي دمخه (08/02/2024)
  • استاد نعمان دوست
  • 712

د صوفي عبدالرحمان بابا یو بیت او څو تفسیرونه

رحمان بابا فرمایلي:

اور له خپله سره مړ که، که دانا یې

د دنیا اورونه پریږده چې بلیږي

 

څوک چې رحمان بابا پیژني او د هغه اشعار یې لوستي وي، نو د دې بیت ظاهري مانا به یې حیران کړي. ځکه هغه څوک چې د مینې، انسانیت او خواخوږۍ علمبردار دی؛ څنګه د نورو له غمونو ځان فارغ ګڼلی شي؟ هغه څوک چې ټولو انسانانو ته په یوه نظر د کتلو سپارښتنه کوي او وايي: 

 

 واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې

 ای عبدالرحمانه، جهان ټول عبدالرحمان دی

 

څنګه د نورو اورونو د ګل کولو سپارښتنه هیروي؟ او...

 

خو، فکر کوم، دلته خبرې نورې دي:

 

د رحمان بابا موخه دا ده چې انسان تر خپلې وسې مسوول دی، د هغه څه په اړه ورته اندیښنه نه ده په کار چې د ده له وس بیرون وي. لکه په دنیا کې د بل شوي اور د مړ کولو.

 

ممکن د بابا موخه دا وي چې له ټولو لومړی په هر انسان خپل ځان حق لري؛ کله چې یو نفر خپله په ستونزو کې وي، کمزوری وي، محتاج وي؛ نو د نورو په ستونزو کې د اخته خلکو، د کمزورو خلکو او د محتاجو خلکو به څه لاسنیوی وکړي؟ په کار دی چې اول ځان له دې بلاوو خلاص کړي.

مثلا:

تاسو به لیدلي وي چې داسې کسان هم شته چې بیرون جرګې او مرکې کوي، د خلکو پرېکړې کوي؛ خو خپل کور یې بیا د شخړو او بې اتفاقیو په تنور کې لمبې کوي؛ نو دغسې خلکو ته بابا وايي چې ستا لومړی مسوولیت دا دی چې د نورو د شخړو هوارولو په ځای لومړی د خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړې.

 

شاید، په لویه کې د رحمان بابا هغو واکمنو او ډلو ته چې امت شموله شعارونه لري، د دې بیت له لارې پیغام دا وي چې اول خو دې خپل امت(د وطن خلک) خوشاله کړه، اول خو د دوی زړونه لاس ته راوړه، اول خو د دوی مشروع غوښتنې پوره کړه، حقونه یې تامین کړه او بیا...

تاسو ته به په یاد وي چې (۱۹۹۲- ۱۹۹۷) کلونو ترمنځ تاجکستان او افغانستان کې کورنۍ جګړې په شدت روانې وې، له تاجکستانه زموږ د وطن جګړې ډیرې خونړۍ وې؛ خو د وخت واکمن استاد رباني او دفاع وزیر یې احمد شاه مسعود، د خپل وطن خونړۍ جګړې په خپل حال پریښودې او لاړل د هغوی ترمنځ د سولې په ټینګښت او د جګړې په ختمولو کې یې ستر نقش ولوبوه. هماغه و چې هغوی ارام شول، بل شوی اور یې ګل شو؛ خو دلته اور هره ورځ ژبغړاند کیده. 

که د رحمان بابا خبره یې منلې وای او  اول یې د خپل سر اور ګل  کړی وای؛ نو زموږ وطن به ولې هغه مهال دومره کنډواله کیده؟ ولې به دومره سوزیده؟ ولې به دومره لوټ کیده؟ او ...