واشنګټن ته د بېجېنګ خبرداری: د چین له سرې کرښې مه تېرېږئ

واشنګټن ته د بېجېنګ خبرداری: د چین له سرې کرښې مه تېرېږئ


  • 8 مياشتي دمخه (27/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 309

بېجېنګ واشنګټن ته جدي خبرداری ورکړی، چې د چین له سرې کرښې تېر نه شي.  

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې د چین حاکمیت، امنیت او پرمختګ د دغه هېواد سره کرښه بللې او له واشنګټنه یې غوښتي، چې له دې کرښې تېر نه شي. 

وانګ يي زیاته کړې، چې واشنګټن باید د کړکېچ د زیاتولو هڅه ونه کړي. 

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو پر ژمنو او د اړيکو پر پرمختګ ټينګار کړی دی.   

دا له يوه کال څخه په کمه موده کې چين ته د انتوني بلېنکن دویم سفر دی.   

د یادونې ده، چې د اوکراین جګړه، تایوان او سوداګرۍ په ګډون د بېلابېلو مسایلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کچه لا هم لوړه ده.