پسرلنۍورځ وه د نارنج د ګلانو بوې هرخواخپرۍ وې لاسهار وه ښايسته د لمر زرينې وړانګۍ دطبعيت ښکلا لاښايسته کړې وه نرې نرې شمال د نوې پسرلۍ خوشبويي سره دکوتۍ د کړکۍ نه چې چوکۍ مې ورته نژدی وه زماپرمخ لګيده زه د ماشوم توب نه د طبعيت د ښکلا ګانو سره مينه لرمه پوره پوره په يو نوې فضاکې مې ځان احساسوه دايوه شاعرانه فضا وه قلم مې پورته کړ چې څه وليکمه ناڅاپه بيا نرۍ شمال دهغې سنځلې دونۍ دګلانو بوې چې کلونه کلونه وه زما دکوټۍ کړکې ته نژدې ولاړه وه را دننه کړه سترګۍ مې پورته کړلې قلم مې بيرته په کاغذ کيښود او مخامخ کړکۍ ته ودريدمه د هويلې پرمخ دپنبي د ونې سره سره ګلونه په هغه پاکه ځمکه کې پرته وه چې څوشيبه مخکې سکينه هغه ځمکه جاروکړيوه هو نن د هغې دراتګ ورځ وه زه هم سلګۍ ته سترګه په لاره ومه سلګۍ راته ډيره ګرانه وه په ناز خبرۍ کولې دخبرو په وخت يې نرۍ مسکا دهغې پر شنډوکې دهغه ښکلايې لاپسې زياتوه هوسلګۍ راغله د هغه په په ليدو مې سترکې روښانې شوې زه هم د خپل د فتر نه بهر شولمه د سلګۍ پزيرايي ته چې ورته ووايمه نن به د هغې د ژوند په هکله يو ښه تصميم نيول کيږي
هغه به خپل خاوند سره چې مياشتې مياشتې دولور دپيسوپه بدل کې تل دخپل خاوند لخوانه وهل خوړل پخلا شي سلګۍ د نورو ورځو په شان نن هم ناکامه مسکا دهغې پرشنډوکې خوره وه خودهغې پړسيدلي سترګې د
يو تريخ حقيقت بيان کاوه دسلګۍ لاسونه ، جامې ،او څادر په سرووينو ککړ وه سلګۍ په شنوجاموکې هم ډيره ښکلې معلوميده خو دتندې د پاڅه هم وچ وينه داغ داغ د ويښتان بيخ پوری معلوميدو د سلګۍ زيړرنګ
ته مې ز ړه ته ټکان ورکړپو ه شولمه چې نن خو کيسه ترټولو ورځو خرابه ده ټول يو د بل پسی راغلل خپلودفترونو ته ننوتل زه په سوچونو کې غرقه ومه چې نن به څه اورو او څه به فيصله کيږي ما د سلګۍ نه هيڅ هم ونه پوښتل وضع مې کړۍ په ګړۍ خرابيدو سلګۍ ته مې د سترګو لاندې کتل هغه د نوکانولاندې نه وچ شوې وينه يي د بل نوک په کمک توګله بيا يې ماته کتل هغې زماپوښتنې ته منتظره وه ورنه و
کړمه څه پيښه شوې دې خوزما ژبه ګونګۍ شوې وه زه کالبوت شوې ومه هرساعت به مې دسلګۍ د تندي شين خال ته کتو په شين کتان څادرکې د وينو څاڅکي زه يې ژړا ته نژدې کړيومه دلږ ځنډ نه ورسته زمونږ
د ريسۍ د دفتر زنګ اواز پورته شوه کتل مې چې پياده دفتر په دفترګرځي دحقوقي کميسون غړو ته وايي چې دفترکې سره راټول شي دکورنۍمشورتي غړي سره يود بل پسي دفتر ته راغلل نورې ښځې هم بهرانتظار
او قطارناست ول زما لومړۍ ورځ وه چې زه د کورنيود مشورتي کمسون غړې شوي ومه دا ځکه چې دکميسون په چارو کې مې لاس برۍ درلود په کم عمر کې لږ څه تجربی هم درلودو او بل دا چې زما ريسه هم زما داستعدادپه روزلوکې ليواتيا اودلچسپي درلوده هغه غوښتل چې ماراتلونکې ليکوالۍ ته وهڅوي لنډه دا چې مشورتي کميسون کار پيل کړ لمړۍ يوه ښځه او ميړه غوښتل شول ښځه ډيره جراره وه په خبرو پيل وکړله خاوند يې غلی ناست و داسې معلوميدوچې ډير ويردلی وي خو کله چې ورنه پوښتنه وشو نو ويل ښځه مې د اعصابو تکليف لري زه پوهيږم خوکله چې ورته وايمه راځه چې د اعصابو ډاکټر ته بوځم جنګ کوي او راته وايي چې زه خوليونې نه يمه چې ماداعصابو ډاکترته وړی ددوې فيصله بلې ورځي ته پريښودل شوه دسلګۍ وار راغې خونن سلګۍ يواځي وه د هغه ميړه ورسره نه وه د سلګۍ د ژوند د حالات مسله تر څارينې لاندې وه هغه د ولور قرباني شوې ښځه وه چې ميړه يې په قرضونو کې تر حلقه پورې ډوبه وه او په نه خبره به يې سلګۍ تر وهلو ټکولو لاندې نيو چې سلګۍيي فرار ته مجبوره کړيوه سلګۍ په دې ورځ هم خبره نه وه چې هغه د خپل ميړه تر څارينې لاندې وه کله چې سلګۍ کوټۍ ته داخله شوه بيا هم په شنډوکې مسکا وه په سترګو کې ژړا نه معلوميدو دهغې په خبره هغه نور د ژوند نه مړه شوې وه خپل مرګ ته رضا شوې وه هغه د يوې داسې کونډۍ لور وه چې مور يې هم د خپل ليور دظلم او زور لاندې د هغه په کورکې د ژوند دپايښت لپار شپې صبا کولې ځکه چې هغه هم په ځوانۍ کې کونډه شوې وه بل څوک يې نه وه چې هغه به يې ساتلې وه د سلګۍنه پوښتنه وشوه چې ژوند يې څنګه تيريږي سلګۍ بيله ځنډه خپل لمن يې پورته کړ په سيخ باندې داغل شوې خيټه يې وښودله څادر يې ايسته کړلو خپل مات شوې سر په وينو ککړ ويښتان يې وښودله همدارنګه په سيخ داغل شوې خپې لاسونه لنډه داچې سلګۍ وويله تيره شپه د کوتۍ مينځ کې د کوتۍ ستنې پورې هغه وخت وتړله شوه چې نن سهاريي د خپل خسر په امرښڅو پسې تللې نه وه سلګۍ وويل تيره شپه يې ډوډۍ نه وه خوړلې پرون د خس ټولو نه يې انکارکړيوه کله چې ميړه يې راغې تبر يې ورپسې اخيست اول يې د تبر په لاست يې پرې ګذارونه وکړ بياې ستنې پورې وتړله اوسيخ يې په اشتوب کيښود او وې داغلو چې نور دی توبه وباسي او څه چې خسر ورته وايي هغه دې ومنې په دې ورځ شيبه لا تيره نه وه چې د هغه ميړه هم پيدا شو هغه پوهيدو چې نن به يې د قانون منګلوته سپارل کيږي په عذرو زاري،اودمکر په ژړا يې مافي وغوښت توبه يي ويست د خداې په نوم قسم يي ياد کړ چې نور به سلګۍ باندې ګذار نکوي ښه ژوند به وکړي سلګۍ يي پخلا کړله له ځانه سره يي کورته يوړ خو دا ځل يې هغه څه وکړل چې چې نور نو دسلګۍژبه د حقيقت بيان ته ونه چليده سلګلۍ يي په هماغه شپه مړه کړې او په تبر ټوټه ټوټه کړي وپه بوجۍ کې ځاې کړ ي او دکوټۍ دننه يې ښخه کړيوه اوخپله يي مخ په فرار بريالی شوی و پاې