قزاقستان په دغه هېواد کې د ټولنيزو رسنيو پر کارولو بندیز ولګاوه

قزاقستان په دغه هېواد کې د ټولنيزو رسنيو پر کارولو بندیز ولګاوه


  • 2 کاله دمخه (04/05/2022)
  • سمسور
  • 983

سمسور (۱۴غوایی۱۴۰۱) قزاقستان هغه لایحه تصویب کړه، چې له مخې به یې په دغه هېواد کې ټولنیزې رسنې بندې کړل شي.

دا لایحه تېره ورځ د دغه هېواد د ولسمشر قاسم جومارت توقایف، له‌خوا تصویب کړای شوې ده. 

دا پرېکړه داسې مهال ده، چې په دې هېواد کې ځینې منتقدان په دې باور دي، چې دا نوی قانون به هغه غږونه چپ کړي، چې پر حکومت انتقاد کوي.

د دې قانون له مخې خواله رسنۍ باید په قزاقستان کې د قانوني فعالیت لپاره اجازه ترلاسه کړي او هلته دې سیمه ییز دفتر ولري.