د نجونو لوړې زده کړې د بهرنیو علتونو له کبله ځنډېدلې

د نجونو لوړې زده کړې د بهرنیو علتونو له کبله ځنډېدلې


  • 2 کاله دمخه (08/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 762

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر  تېره ورځ د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره په لیدنه کې ویلي چې د نجونوې زده کړې د بهرنیو علتونو له کبله ځنډولې.

له لوړو زده کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي ندیم په دې لیدنه کې ویلي، د لوړو زده کړو وزارت د نجونو پرمخ د زده کړو د بندېدو مطلقه پرېکړه نه ده کړې او دوی په دې هڅه کې دي چې یادې ستونزې ته د شریعت په رڼا کې حل لاره ومومي.

په همدې حال کې یوناما خبرداری ورکړی چې د افغانستان  د ناورین یو نوي پړاو ته داخلېږي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مارکس پوتزل په دې لیدنه کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او په غیر دولتي موسسو کې پر مېرمنو د کار بندیز د ژر لرې کېدو غوښتنه کړې.

مارکس پوتزل په داسې حال کې یادې غوښتنې مطرح کوي چې ترې دې وړاندې د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره هم په لیدنه کې پر مېرمنو د کار بندیز پرېکړې د ژر لرې کېدو غوښتنه کړې وه.