سیګار: د جي ۲۲۲ الوتکو پېرلو او ترمیم لپاره  ۵۴۹ میلیونه ډالر لګول شوي

سیګار: د جي ۲۲۲ الوتکو پېرلو او ترمیم لپاره ۵۴۹ میلیونه ډالر لګول شوي


  • 3 کاله دمخه (05/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1465

 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتیش ځانګړې ادارې سیګار د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو لخوا د الوتکو د پیرلو پروګرام (جي ۲۲۲ ) په اړه د خپلو موندنو تازه راپور خپور کړی.

د سیګار په دې راپور کې ویل شوې چې د جي ۲۲۲ الوتکو د پېرلو او ترمیم لپاره ۵۴۹ میلیونه امریکایي ډالر مصرف شوي خو وروسته دغه ۱۶ امریکایي الوتکې ویجاړې شوي او ۴ څلور نورې هغه یې د جرمني په رامسټین هوايي ډګر کې دي.

دا راپور چې په اوه دیرش پاڼو کې ترتیب شوی پکې راغلي دي چې د جي ۲۲۲ پروګرام ناکام شوی او ددې پروژې پرمخ وړونکي متقاعد امریکايي جنرال په شمول هیڅوک ځواب ویونکی نه دی پېژندل شوی.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتیش ادارې ویلي چې د لس کلن پروګرام په توګه جي ۲۲۲ لکه څرنګه چې تمه وه بشپړه نه شو او د امریکا او افغان چارواکو لخوا فشارونه سبب شول چې په دې برخه کې فرصتونه له منځه ولاړ شي.