کابلوف: د افغانستان په اړه د دوحې ناسته بې‌پایلې وه

کابلوف: د افغانستان په اړه د دوحې ناسته بې‌پایلې وه


  • 1 کال دمخه (14/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې جوړې شوې ناستې کومه مثبته پایله نه لرله.

کابلوف له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په دې غونډه کې د غرب دریځ ګټور نه و.    

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی؛ خو  لوېدیځ هېوادونه غواړي چې د ا، ا باید تر هرڅه وړاندې حقوقي مسایل په پام کې ونیسي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان د پیسو کنګلتیا د لوېدیځ او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اختلافي مسئله ده او مسکو غواړي چې د افغانستان شتمنۍ ازادې شي. 

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې ناسته د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه وشوه، چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړیوالو ګډ دریځ بلل شوې.