ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په هکله غونډه رابللې

ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په هکله غونډه رابللې


  • 1 کال دمخه (01/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 469

سمسور نیوز (۱۱غوایي۱۴۰۲) ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربتوب د دوحې غونډه جوړه شي. 

دغه غونډه به نن او سبا د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه وي. 

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هوارۍ او د نړیوالو له‌خوا د یوه ګډ دریځ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

د سرپرست حکومت استازیو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.