د افغانستان لپاره د هند ځانګړی استازی وايي، لېواله دي چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.
جي پي سینګ تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري ته وده ورکول غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر هم له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا غوښتې ده.
متقي دغه راز له هندي استازي غوښتي چې د سوداګرو، ناروغانو او محصلینو لپاره د ویزو په برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.
د یادونې ده چې واک ده د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، هند له افغانستان سره ګڼې بشري مرستې کړې دي.