ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې میلمنه لوبډله ماته کړه

ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې میلمنه لوبډله ماته کړه


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1194

د جون ۲۶ مه تېره شپه ناوخته ویسټ انډیز له سوت افریقا لوبډلې سره مخامخ وه.

په دغې لوبه کې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

سوت افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې او د ۱۶۱ منډو هدف یې ویسټ انډیز لوبډلې ته کېښود.

د افریقا لپاره کونټن ډیکاک ۳۷ او وان ډیر ډوسن ۵۶ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره فابین الیین او ډیین براوو دوه  دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۵ اورونو کې پوره او په ۸ ویکټو او دیرش توپونو یې میلمنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ویسټ انډیز لپاره کریس ګیل ۳۲ او ایون لیوس ۷۱ منډې جوړې کړې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ایون لیوس ته ورکول شوه، چې ۷۱ منډې یې جوړې کړې وې.

د یادو لوبډلو تر منځ څلور نورې شل اوریزې لوبې هم ترسره کېږي.