د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، راتلونکې اوونۍ په کابل کې د اوبو لګولو اووه پروژې پلې کېږي.
د دې وزارت وياند اکبر رستمي رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې دغه پروژې د ۷۳ ميلیونه افغانيو په ارزښت د کابل په شکردره او پغمان ولسواليو کې پلې کېږي.
د نوموړي په خبره، د دې پروژو لګښت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي.
د ښاغلي رستمي د معلوماتو لهمخې د دې پروژو په پلي کېدو سره به په ورځني ډول شااوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.