زیلنسکي: له مسکو سره د توغندیو په ژبه خبرې کوو

زیلنسکي: له مسکو سره د توغندیو په ژبه خبرې کوو


  • 2 مياشتي دمخه (18/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 34

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي روسیې ته اختار ورکړی، چې تر دې وروسته ورسره د توغندیو په ژبه خبرې کوي.

زیلنسکي ویلي، روسیه به تر دې وروسته وپوهېږي، چې د جګړې زور څه ډول وي.

بل لورته المان او اروپايي ټولنې هم د امریکا له هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې اوکراین ته یې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د کارونې اجازه ورکړې ده.

دوی له اوکراین هیله څرګنده کړې، چې په دغو توغندیو د روسیې نظامي اهداف په نښه کړي.