په ننګرهار کې ۱۹۳۰ متره اوږد کانال جوړ شو

په ننګرهار کې ۱۹۳۰ متره اوږد کانال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (08/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1189

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهې (MCCG) برنامې له لوري د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ اړوند د لال ګل کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۳۰ متره کرنيز کانال چې ۳۸۰ متره سنګکاري او ۱ متر جګوالی لرې بشپړشو. 

سرچینه زیاتوي یاد کانال ۴۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۳۲۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي ۳۲۴۰ تنو تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره کاري ورځې هم برابری شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهې ( MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۹۵ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.