برتانیا وروستیو تاوتریخوالي ته اندېښمنه ده

برتانیا وروستیو تاوتریخوالي ته اندېښمنه ده


  • 3 کاله دمخه (10/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1136

برتانیا وايي، په افغانستان کې په ورستیو کې هدفي بریدونه او تاوتریخوالی زیات شوی، چې د جدي اندېښنې وړ دی.

د یاد هېودا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

نوموړې ویلي، چې په ورستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات شوی، چې د جدي اندېښنې وړ دی او باید افغان حکومت یې د مخنیوي په موخه ژر تر ژره اقدام وکړي.

بلېک یو ځل بیا ویلي چې برېتانیا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار ده. 

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف هم په دې ليدنه کې  په افغان سولې پروسه کې د برتانیا رول مهم بللی او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه هېواد له مرستو مننه کړې.