جنګ دې ورک شي، جنګ بدرنګ دی

جنګ دې ورک شي، جنګ بدرنګ دی


  • 3 کاله دمخه (01/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1272

جنګ دې ورک شي جنګ بدرنګ دی.

د کندهار په ارغنداب کې یوه میرمن او خاوند هغه وخت وژل شوي، چې غوښتل یې د جګړې په سیمه کې ترې پاتې شوی ماشوم بچی راوباسي.

داسې ویل کیږي، چې دې کورنۍ تېره ورځ د ارغنداب سیمه کې د جګړې له وېرې خپل درې کلن ماشوم په کور کې هيرکړی و او کله چې نن ورپسې بېرته ورګرځیدلي دواړه په جګړه کې وژل شوي.

نو؛

جګړه خوښوونکو، د ایران، پاکستان او روسیې په مېنو ورکو، له امریکا سره سوله کوونکو، د افغان ماشومانو وژنکو، تاسې پوهېږئ، چې ستاسې د لاسه به د جګړې په سیمه کې د پاتي شوي ماشوم د مور او پلار په زړه څه تېرېدل؟

 دوی چې د خپل  ژوندي ماشوم بچي په مينه خپل ځانونه قرباني کړل، نو د هغو به څه حال وي، چې د زړه په وینو رالوی کړي زلمي زامن یې ستاسې له لاسه وژل کیږي!

ایا کله مو دا درد محسوس کړی، چې یوې سپین سرې مور د خپل ځوان زوی په مړینه د سترګو دید بایللی؟

ایا کله پوهيدلي یئ، چې یو پلار دخپل اولاد په مړینه ځمکې ته ټیټ شوی او په ۴۰ کلنۍ کې امسا اخیستې؟

تاسې ته به چا د هغه ځوان کیسه کړي وي، چې د ۷ خویندو یواځینۍ اسره وه!

که پوهيږئ؛ نو ولې مو ځانونه غلي کړي؟

ولې نور د پردیو له غېږو نه راپاڅېږئ؟

تر کومه به پلرونه دخپلو بچیو د ساتنې لپاره او زامن به یې د هېواد د ساتنې لپاره قرباني ورکوي!

تاسې خو د محمدي او اسلامي شریعت دعوه داران یئ، کله مو هم د اسلام په تاریخ کې د کوم ماشو، سپینږیري او سپین سرې وژل کیدل لوستي؟

 

هیله کوو، جګړه د توربازار یو فکټور دی او عاملین یې د تور بازار کاروباریان دي؛ نو له تور بازار راووځئ او د هېواد د پرمختګ په لور قدم واخلي ترڅو

دا کاڼي لالونه شي او دا بوټي لونګ شي!