د روسیې تازه بریدونو کې ۹ اوکراینیان وژل شوي

د روسیې تازه بریدونو کې ۹ اوکراینیان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (23/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 581

سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) اوکرایني چارواکي وایي، تېره شپه ددغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نهه کسان د روسي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. 

رویټرز خبري اژانس د اوکراین د ولسمشر په حواله ویلي، دا بریدونه ښيي، چې روسیه سولې ته لېوالتیا نه‌لري. 

بل لورته برېتانیا ویلي، چې په بخموت ښار کې د روسیې د ماتېدو احتمال شته. 

پر دغه ښار له تېرو څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکرایني ځواکونو جګړه روانه ده او روسیه یې د لاندې کولو هڅه کوي.