له سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو؟

له سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو؟


  • 6 مياشتي دمخه (24/12/2023)
  • ډاکټر امان شمس
  • 653

- په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ

- پر سو ځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د ۱۰ يا ۲۰ دقيقو لپاره توی کړئ. يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي

- له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ

- له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ. خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ

- سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ

- که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي

- که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي مه يې ماتوئ

- د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ

 

په لاندې وختونو کې ناروغ حتماً روغتون يا ډاکتر ته يوسئ:

- که سوځېدلې ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي

- که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي

- که د مخ، لاسونو، پښو او يا تناسلي غړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را و خېژي

 

که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په واسلينو غوړ کړئ