له امريکا د کډوالو د شړلو ګواښ؛ سترې محکمې د ټرمپ پرېکړه منلې

له امريکا د کډوالو د شړلو ګواښ؛ سترې محکمې د ټرمپ پرېکړه منلې


  • 2 ورځي دمخه (31/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 99

د متحده ايالتونو سترې محکمې يوه پرېکړه ليک کې ټرمپ ته اجازه ورکړې ده چې دغه هېواد کې د سه باندې ۵۰۰ زره کډوال بشردوستانه حقوقي وضعیت لغوه کړي.

د معلوماتو له مخې، ياد کډوال چې ډېری يې د بايډن د حکومت پر مهال د (پرول) پروګرام له لارې له وينزويلا، کيوبا، هايتي او نيکاراګوا هېوادونو څخه متحده ايالتونو ته راغلي وو.

د ياد حکم له مخې سمدستي ۵۳۲ زره کډوال د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې د زرګونه افغان کډوالو چې د بايډن د حکومت پر مهال امريکا ته داخل شوي وو، په ډېری ځايونو کې ورته له امريکا څخه د وتلو امر شوی وو.