جوزجان – بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۴ کسان ټپيان کړل

جوزجان – بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۴ کسان ټپيان کړل


  • 2 کاله دمخه (08/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 677

سمسور (۱۸غبرګولی۱۴۰۱) جوزجان کې ځايي سرچینې وايي، چې په دې ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

ځايي سرچینې همداراز ویلي، چې دا پېښه نن د جوزجان – فاریاب پر لویه لار شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د یوه ټپي حالت نازک ښوول شوی دی.

پېښه د کرولا او سراچې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې نن په فراه کې هم د ترافیکي پېښې له کبله ۱۰ کسان ټپيان شوي وو. 

د ډېریو ترافیکي پېښو لامل د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښوول کېږي.