وروسته له هغه، چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د دوحې له کنفرانسه په خالي لاس راغی، نو حکومت په جدي ډول خپل سیاسي دریځ بدل کېدو ته متوجه شو.
ولسمشر غني په اختر کې واضح وویل، چې ډاکټر عبدالله ورته منفي ځواب راوړی او طالب غواړي د جګړې په مېدان کې د خپل توان اندازه ولګوي معنا طالب او ملاتړو يې پریکړه کړې، چې د مذاکرې او خبرو اترو باب دې باید کُنج ته شي.
د حکومت تر ټولو لویه خامي دا وه، چې د خبرو اترو سره ـ سره يې په هېڅ صورت د طالب بریدونو ته پوره چمتووالی نهو نیولی او د نرمې غړۍ په کاروبار بوخت و.
ما څو څو وارې په خپلو لیکنو کې یادونه وکړه، چې حکومت باید د طالب د احتمالي بریدونو لهپاره پوره چمتو وي، ځکه د دوی د رګ ـ رګ درک ماته لګېږي او وضعیت راته لکه دلاس ورغوی داسې معلوم ښکارېدو، خو بدبختانه داسې و نهشو. که څه هم هڅه وشوه، چې د ولسوالیو په پرېښودلو او ځينو مهمو ځایونو څخه په شاتګ د طالب طرف راځي کړي، خو نتیجه يې برعکس شوه.
دا د ولسمشر غني د مدیریت او وسلهوال پوځ پوره خامي او بېهوده او یاوه اعتماد و.
خو اصله خبره دا ده، چې د پخوا په پرتله په وسلهوال پوځ او حکومتي ادارو کې ظرفیتونه بیخي پياوړي شوي دي.
قطر نه د ملي مصالحې د شورا مشر ډاکټر عبدالله له راتګ وروسته دوی د ګوتو پهشمار ورځو کې د جګړې د لیکو په پیاوړي کولو او د منظمو طرحو په جوړولو بریالي شول.
موږ ټول يې خبرونه او ویدیوګانې وینو، چې ترټولو منظم او مجهز قطعات يې د جګړې لیکو ته تنظیم کړي او بارونه يې تړلي.
په اصلې موضوع به فوکس زیات کړو.
د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالب په بېسارې ډول د جګړې سنګرونه تاوده کړل او غوښتل يې، چې په زور او قوت ښارونه او حتا ولایتونه سقوط کړي.
لکه څرنګه چې په مخکیني تحلیل کې مې هم وویل، چې د ځينو ولسوالیو پرېښودل، د بندرونو او مهمو ځایونو څخه د پوځ بېجګړې شاتګ د حکومت پلان او طالب د مذاکرې مېز ته د حاضرولو په هدف و، خو د احتمالاتو په باب د حکومت نهتصمیم او د وسلهوال پوځ بېحسه او خنثا حالت ډېر زیات تاوانونه را ورسول.
دوی د طالب لهپاره صرف دفاعي پلانونه پیاوړي کړي و، خو تعرضي حالت لهپاره پر پلان B هېڅ تمرکز نهو شوی.
طالب شدیده جګړه شروع کړه، خو د اراضیو د نیولو په برخه کې په ټول قوت بیا هم تت او ضعیفې لاستهراوړنې درلودلې.
جګړه نور لهدې نهشدیده کېږي او طالبوسلهوال هم د زور وروستي لېول کې دي.
د منطق لهمخې د انسان وجود د زیات وزن جېګولو نه پس کمزوری شي او په شدت سره د ضعف او بېواکۍ حالت ته مېلان کوي.
همداسې د طالب د جګړې زور هم قیاس کړئ، لهدې وروسته کمزوری کېږي او د بیا تقويې لهپاره پرې د سرچینو لارې هم په بندېدو دي.
مالي سرچینې يې په وچېدو دي او بالاخره به یوازې پاکستان ورته پاتې وي. پاکستان هم د مالي لګښت لهپاره، چې د جګړې د مالي مدیریت تر ټولو عظیمه رشته درېيم او دويم لاس لوبغاړی دی.
د یو کمېشنکار او د افغانستان د جګړې د چندې ټولوونکي ګرېوان ته به د دوی د ملېشو او جګړهمارو لاسونه وغورځي.
په یاد باید ولرو، چې پاکستان د جګړې د تمویل لهپاره د بودجې له کمښت سره ډېر ژر مخېدونکی دی.
د دې خبرې ثبوت د روسيې انټرفاکس خبري اژانس له خوا د طالب د تضعیف راپور خپرېدل په ګوته کولی شو.
تېره ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه بیان کې وویل، چې طالب نور د لویو بریدون توان له لاسه ورکوي او مالي سرچينې يې په وچېدو دي.
دا په ښکاره د روسيې له لوري پېغام دی. روسیه نوره د طالب جګړې د مالي لګښت لهپاره سینه نهشي ډبولی، د امریکې او نړېوالو حضور يې ویره وه هغه نشته، نور يې د جنګ مالي بوج نه اوږه تشوي.
د مسکو کرېملن ماڼۍ ویلي، چې طالب نور د پخوا پهشان د جګړې د مالي سرچینو غني ريښې نهلري او دا په وچېدو دي.
له بل لوري، د طالبانو لهخوا د جګړې بیا پېل هم سیاسي او هم نظامي اشتباه وه.
دوی بېخي غلطه محاسبه کړې وه او د خبرو اترو په ډګر کې به د دوی دغه چاره د پلې وزن بېخي راکم کاندي.
یوه خبره بېخي نوې ثابته شوه، چې عام افغانان بېخي په شدت د طالبي حکومت مخالف دي.
د (اللهُاکبر) غږونه د طالبي حکومت غوږونه خلاص کړل او ويښته يې پرې ودرول، چې دا څه چل وشول، په حسابي ولایتونو او نسبتن پوهو عوامو کې يې ځای بېخي صفر دی.
د طالب خاموشي او د ملت انزجار د دوی په ماغزو کې يې انګازې وکړلې.
طالب او پاکستان په ځانګړي ډول آی اېس آی د ۱۹۹۰ کلونو په فکر کې اوس هم ډوب دي، چې دا يې د جهالت او غلطې محاسبې زوروره برخه ده.