عبدالله سره د بلینکن ټیلفوني خبرې

عبدالله سره د بلینکن ټیلفوني خبرې


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1151

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ټیلفوني خبرو کې د سولې بهیر د چټکتیا او افغانستان کې یوې پایداره سولې ته د رسیدو غوښتنه وکړه.

د سپیدار ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې بلینکن ویلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وضعیت ارزول د امریکا له خوا دوام لري، دغه هیواد یوې جامع هوکړې او پایدارې سولې ته د رسیدو لپاره د سولې بهیر د چټکتیا غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ستونزې لپاره د سیاسي حل لارې پر موندلو د ټینګار ترڅنګ په هیواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه او تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه.

بل لورته د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان او سولې د هڅو لپاره د امریکا ملاتړ مهم دی او دواړو خواو د سولې بهیر، د دوحې د مذاکراتو او دغه راز کورني او سیمه ییز وضعیت په تړاو بحث وکړ.

عبدالله هم د مذاکراتو له لارې د افغانستان د ستونزې د حل او ټولو ته د یوې جامع حل لارې د موندلو غوښتنه کړې