د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر خپلې استعفی یوه ورځ وروسته وایي، امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي او د امریکا لپاره جګړه پایته رسېدلې؛ خو په خبره یې، چې دا وروستی څپرکی نهدی.
د ښاغلي خلیلزاد په باور، چې افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون مخې ته سترې ننګونې لري.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «نن زه د افغانستان د پخلاینې لپاره د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم. دا یو ویاړ و چې بیا امریکایانو ته خدمت وکړم.»
نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان او پراخې سیمې کې د سولې د شونتیا لپاره ژمن پاتې دی او په وینا یې، دا هغه څه دي، چې افغانانو یې تر ۴۰ کالو ډیر ارمان کړی دی.
خلیلزاد دغهراز څرګنده کړې، چې امریکا او او نړیواله ټولنه له افغان مشرانو سره مخ پر وړاندې ښکېلتیا لري؛ خو نوموړی د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي توماس وست دندې ته هرکلی کوي.
له بلېخوا د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په افغانسوله کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي استعفی ته په غبرګون کې ویلي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یې له امریکايي پلاوي سره ښې خبرې کړې وې.
دې وزارت دغهراز زیاته کړې، چې د خلیلزاد له ځای ناستي توماس وست سره د کار لپاره خوشبینه دي.
زلمی خلیلزاد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دورې کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.
هغه څه باندې ۱۸ میاشتې په دوحه کې د طالبانو د استازو سره خبرې اترې وکړلې او بالاخره یې د هغوی سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل.