مظفر اباد؛ د پوليسو يو مشر ويلي، کشمیر کې د تر.ه.ګري لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې

مظفر اباد؛ د پوليسو يو مشر ويلي، کشمیر کې د تر.ه.ګري لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې


  • 1 اونۍ دمخه (29/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 154

پاکستاني رسنيو د کشمیر د پوليسو د يو مشر له قوله ويلي، ازاد کشمېر کې د تر.ه.ګري لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

د ځايي پوليسو يوه مشر رانا عبدالجبار ويلي، تېره ورځ وسله‌والو سره پوليسو نښته کړې چې پکې څلور وسلوال وژل شوي او دغه راز د دوه پولیس هم وژل شوي دي.

رانا دغه راز ادعا کړې ده‌ چې د تر.ه.ګرو مشر افغانستان ته تښتېدلی دی.

پاکستاني چارواکي بار - بار ادعاوې کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کيږي، خو دغه ادعاوې افغان حکومت بې بنسټه ګڼي.