سمسور نیوز (۱۳تله۱۴۰۱) د هند په اتراکنډ ایالت کې د واده یو بس موټر اوښتی، چې په کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د ورا دغه بس موټر یوې ۵۰۰ متره ژورې کندې ته لوېدلی دی.
د هندي رسنیو د خبر له مخې، په دې پېښه کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
د سرچینې په حواله، دغه بس موټر کې ټول ۴۵ کسان سپاره وو، چې یوازې ۲۰ تنه یې ژغورل شوي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه خپاره کړي ټوېټ پیغام کې په دې پېښې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.