د مارچ اتمه؛ د ښځو  د پیوستون نړیواله ورځ

د مارچ اتمه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ


  • 10 مياشتي دمخه (08/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 402

نن د مارچ اتمه ده، چې په نړۍ کې د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا و رځ سږکال « پر ښځو پانګونه وکړئ او پرمختګ چټک کړئ» شعار سره په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې په افغانستان کې لاهم د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونو لګېدلي دي.
که څه هم اسلامي مارت وايي، دا بندیزونه یې دایمي نه دي؛ خو له تېرو دوه نیمو کالو تېرېدو راهیسې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ملګرو ملتونو ویلي د ژوندانه په ټولو برخو کې ښځو ته د مساوي حقونو ورکړه اوس تر بل هر وخت اړینه ده.

د یادونې ده چې دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۱ کال په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویزرلنډ کې ونمانځل شوه، چې شپږ لسیزې وروسته بیا په ۱۹۷۵ کال کې ملګرو ملتونو هم ونمانځله.