تېره شپه حبيب نورمحمدوف خپل پياوړى سيال جستېن ګېچي په دوهم راونډ کې له پښو وغورځاوه

تېره شپه حبيب نورمحمدوف خپل پياوړى سيال جستېن ګېچي په دوهم راونډ کې له پښو وغورځاوه


  • 3 کاله دمخه (25/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1203

خبيب نورمګمدوف (حبيب نورمحمدوف) د آزادو سياليو روسي لوبغاړي تېره شپه ناوخته خپل آمريکايي سيال جستېن ګېچي مات کړ او په دوهم راونډ کې يې ترې سيالي وګټله.

حبيب نورمحمدوف، چې له دې وړاندې يې ٢٨ سيالۍ کړې وې او ټولې يې ګټلې وې تېره شپه هم خپل سيال له پښو وغورځاوه او د ٢٩ ځل لپاره يې اتلولي خپله کړه.

بل پلو يې آمريکايي سيال جستېن ګېچي، چې له حبيب کم نه ګڼل کېده ټولې ٢٤ سيالۍ کړې وې، ٢٢ يې ګټلې او دوه يې بايللې وې، چې لدې سره يې د ټولو سياليو شمېر ٢٥ او د  بايلو شمېر يې ٣ ته ورسېد.

د يادونې وړ ده، چې ياده لوبه د متحده عربي آماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه، چې د آزادو سياليو معتبره سازمان ( يو اېف سي) لخوا په لاره اچول شوې وه.