ارګ او خلک سره لېرې ساتل کېږي؛


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط‬ ورځپاڼه
  • 1243

ولسمشر د څو خود‌خواه کسانو په انحصار کې دی
له ارګ څخه د فرمایشي اهمیت یو اغزن دېوال راتاو شوی دی، په ارګ کې ناست خلک او د ولسمشر متعلقین فکر کوي، که څومره ولسمشر له خلکو لېرې وساتل شي، ښايي دا د هغه د شان درناوی او د ولسمشرۍ اهمیت وي.
له همدې کبله د ملي وحدت په اساس جوړ شوی حکومت ورځ تر بلې له خلکو سره په فاصله کې واقع کېږي. دا چاره په لوی لاس د ترینګلو انتخاباتو په ترڅ کې د رامنځ ته شوي حکومت په حق کې تر سره کېږي. کېدای شي ولسمشر په دې وضعیت راضي نه وي، خو سوال دا دی چې ولسمشر د چا په انحصار کې دی چې د خپلو صلاحیتونو اعمال نه شي کولای او له خلکو سره د نظریاتو، بحثونو او مشورو د تبادلې کلتور نه شي رامنځ‌ته کولای؟
د افغانستان خلک لا هم په سنتي خویونو کې ورک دي، دوی که د مدنیت و خوا ته هم روان وي، اول به یې پېژنې او لکه له ناروغ سره د ډاکټر په شان تدریجي چلند به ورسره کوې.
د ارګ د دروازو بندېدل او په کاغذي مدیریت کې د ولسمشر او ورچاپېرو غټانو ورکېدل سوکه سوکه د ولس او حکومت ترمنځ فاصله غښتلې کوي. 
ښايي د ولسمشر په مخ کې کوټه کاغذونه، دعوې، ستونزې او جنجالونه پراته وي، خو زموږ د دولتي کلتور له مخې له دې کبله چې دا هرڅه د خلکو او خلکو ترمنځ دي او دولت یې یوازې د حل او غوراوي په فیصلو مکلف دی، نو خلک باید ورګډ کړي. 
د حامد کرزي په ټولو بدیو کې تر ټولو لوی کمال دا و چې ارګ یې د اعزازي موقعیت له اسمانونو راکوز کړ، هره ورځ به يې ډله ډله ټېسر تړلي، څپلیو او څادرو والا کليوال ترڅنګ کښېنولي وو، له دوی سره به یې خبرې کولې، که یې کوم کار هم نه شوای ورته کولای، پر سرونو یې لاسونه ورتېراوه.
د کرزي له خوا یو شاباسی او له خلکو سره د کلیوالو په ژبه خبرې کول د دې لامل و چې هغه په یو مردمي ولسمشر بدل کړي او احترام یې په خلکو کې ډېر شي. 
هغه به په لوی مجلس کې غږ کړ ((د فاریاب سناتور ... صاحب چېرې ناست يې؟)) د کرزي منظور به د شا د وخت سپین ږیري سناتور ته اهمیت ورکول و چې قومي او ولسي بستر او پکې سنتي مشرتوب دړې وړې نه شي.
د ولسمشر غني په مخ کې کارونه ډېر پراته دي، خو د دې کارونو د حل یو اړخ چې خلک دي، له پامه يې غورځولي. دی یا په یو سر فیصلې کوي، یا هیڅ فیصلې نه شي کولای.
خلک انتقاد کوي چې ولسمشر غني په ولسي مروداتو کې دوه لویې ستونزې لري؛ اول دا چې فکر کوي، د خلکو ستونزې په یو اړخیز ډول باید له ارګه ورحل کړي او خلک پر ځای ناست وي، یانې خلکو ته د قضیو د اړخ په سترګه نه ګوري او دویم دا چې د ولسمشر په لاس کې د مینې ساه کمه ده، ډېر نمایشي برخورد کوي، سوړ روغبړ کوي، جعلي مینه کوي او کله کله له خلکو لېرې ولاړ وي او خلکو ته یو چوکاټي پروټوکول ورکوي.
ولسمشر د ډیپلوماسي او ولسي سنتي خاصیت تر منځ تفکیک نه شي کولای، هغه چلند چې له یو بهرني ډیپلوماټ یا خپل مامور سره کوي، هماغسې له خلکو سره هم چلېږي.
ځینې خلک انتقاد کوي چې ولسمشر په خپل لاس کې د مینې ساه مقابل اړخ ته نه شي ورپوو کولای، ځینې بیا وايي، ولسمشر لا له اصلي خلکو او د خلکو له نماینده‌ګانو سره نه دی مخ کړای شوی.
دوی فکر کوي چې ولسمشر په لوی لاس د خلکو له استازو لېرې ساتل کېږي، یوه کړۍ ورتاو ده چې مردمي مشرتابه یې ځنې ورکه کړې او جعلي اشخاص د خلکو د استازو په توګه ورمخ ته کوي.
دا حالت ورو ورو ارګ او خلک سره لېرې کوي، له ارګ سره د خلکو مینه کمه شوې او خلک هڅه کوي یا خپلې مسلې خپله هوارې کړي او یا له خپلو شخړو سره پاتې شي. 
ارګ که د خلکو لپاره محوریت او یا باصلاحیته اخېري مرجع نه شي، دا وضعیت په انتخاباتو او د حکومت د ډېموکراټيکې ټاکنې په راتلونکي تاثیر لرلای شي. 
دا د مغلو د وخت دود دی چې حاکم له خلکو جګ و اوسېږي، خلک ټول ټیټ ورته ښکاره شي او یا د خلکو په حق کې یو اړخیزې فیصلې د قانون او ټولنیزو اصولو معیار وګڼي.
که ولسمشر د خلکو منځ ته را نه شي او په کلېشه‌‌یي او غیرطبیعي عاداتو کې اصلاح را نه وستلای شي، نو د خلکو او ارګ تر منځ واټن به د کمونسټانو د دورې په شان شي.
زموږ د ټولنې یوازېنۍ ستونزه روانه جګړه نه ده، زموږ د ټولنې اساسي ستونزه د کاغذي فیصلو امضا هم نه ده، زموږ د ټولنې اساسي ستونزه له خلکو سره په خبره پوهیدل او د حکومت په ننګه د هغوی راټولول او هغوی په دولتي اعتماد کې ساتل دي. 
د حکومت د مخالف جناح یا اپوزیسیونیانو لپاره ښه فرصت د حکومت اوسنی وضعیت دی چې خلکو ته ولسمشر او ارګ کمزوری، بې‌مینې او غیرمردمي وښيي او په دې توګه خلک له حکومته زړه توري کړي.
حکومت د خلکو هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري، په دې منځ کې هم د اعتماد وړ ولسي مشرانو انتخاب رول لري، هم له حکومتي تصامیمو د هغو اشخاصو د لاس ورلنډول چې په ارګ کې ناست دي، تازه جامې اغوندي، فېشني رواجونه لري او پر ولسمشر غني یې د یو ملي مشر په توګه زړه نه سوځي.
ارګ باید یوه ملي مرجع رامنځ‌ته کړي چې په سر کې یې درې څلور ملي ګرا، ولسي او خواږه خلک ناست وي او دوی ټوله ورځ د ولسمشر لپاره له بادغیسه تر نورستانه او له بدخشانه تر نیمروزه د خلکو د تجمعاتو او ناستو یا لیدنو کتنو زمینه برابره کړي، ګنې دا ارګ به له خلکو ورک شي، خلک به له ارګه نفرت وکړي.
سرخط‬ ورځپاڼه