سمسور نیوز (۲۹وری۱۴۰۲) د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا ټینګار کړی، چې دوی به د هلمند سیند اوبو کې له خپلې حق ابې څخه تېر نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهيان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له خپل افغان سیال سره یې د سمرقند د غونډې په څنډه کې د "هلمند" په سیند کې د حق ابې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي لیکلي، هېواد به یې په دې سیند کې له خپلې حق ابې په شاه نهشي او په خبره يې، افغان چارواکو هم د ایران پر حق ابې ټینګار کړی دی.
د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو څلورمه ناسته د ازبکستان په کوربهتوب د دې هېواد په سمرقند کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان په ګډون ترسره شوه.