سمسور نیوز (۲۸وری۱۴۰۲) ځایي مسؤلین وایي، په لوګر ولایت کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي، چې یو یې هلک او درې نجونې دي.
سرچینې د مور او ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی.
دا ماشومان تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د لوګر په نایب امین الله خان ملکي روغتون کې زېږېدلي دي.
تر دې وړاندې د سویل ختیځ زون په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم دوو میندو په یو ځل درې او څلور ماشومان زیږولي وو.