سمسور (دوشنبه د وري ۳۰) افغان هوایي ځواکونو د یاد ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند سیمه کې هدفمند عملیات ترسره کړي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د هند شبه جزیرې لپاره د القاعده ۵ غړو په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه وایي، چې د القاعده یاد غړي د پنجاب اوسېدونکي او د ماین جوړولو ماهرین وو.
د سرچینې په حواله، چې دوی دغه ولایت ته د ماینونو جوړولو د ښوونې په موخه راغلي وو.
تر دې مهاله بیا د افغان چارواکو دغې ادعا ته کومې ډلې غبرګون نه دی څرګند کړی.