یونېسف: تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې انساني حق دی

یونېسف: تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې انساني حق دی


  • 1 کال دمخه (05/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 586

سمسور نیوز (۱۵غوایي۱۴۰۲) د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی. 

یونېسف پر خپله ټوېټر پاڼه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.  

یادې ادارې نن د ۱۶ کلنې زده کوونکې نرګس څرګندونې خپرې کړې، چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو بې برخې دي، چې دې مسئلې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه لرلي دي.