پاکستان سر له نننه په دې هېواد کې د پترولو او ډیزلو بیې لوړې کړې

پاکستان سر له نننه په دې هېواد کې د پترولو او ډیزلو بیې لوړې کړې


  • 1 کال دمخه (16/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 537

سمسور نیوز (۲۷سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د یو لیټر پترولو بیه ۲۷۲، د ډیزلو ۲۸۰ او د خارو تېلو بیه ۲۰۲ کلدارو ته لوړه کړې. 

د راپورونو له مخې، د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ کلدارې، د ډیزلو ۱۷ او د خاورو تېلو کې ۱۲ کلدارې لوړوالی راغلی. 

اسلام اباد د تېلو بیې داسې مهال لوړوي، چې د ۱۷۰ میلیارده روپیو نوې مالیې یې هم لګولي دي. 

پاکستان له دې لارې د پیسو نړیوال صندوق پورونو د شرایطو پوره کولو په لټه کې دی.