شمالي کوریا یو خطرناک اوبتل ازمایلی

شمالي کوریا یو خطرناک اوبتل ازمایلی


  • 1 کال دمخه (09/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 676

یو شمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې شمالي کوریا یو بل بې چلوونکي تهاجمي اټومي اوبتل یې ازمایلی دی.

د راپورونو له مخې، یاد بې چلوونکي اټومي اوبتل په ۷۱ ساعتونو کې او شپږ دقیقو کې تر اوبو لاندې زر کیلومتره مزل کړی او په بریالیتوب سره خپل هدف ته رسېدلی.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس شمالي کوریا، دا کار یې د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونونو په غبرګون کې کړی.

په همدې حال کې جنوبي کوریا هم تایئد کړې او ویلي یې دي چې دا سیسټم د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې ازمایل شوی.

بل لورته فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د وسلو جوړولو یو شمېر متخصیصنو د شمالي کوریا له لوري پر داسې سیسټم جوړولو شک څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې ښايي دا ټکنالوري له روسیې هېواد انتقال شوې وي.

روسیې او شمالي کوریا لا د دې اوبتل د ټکنالوژۍ د لېږد په باب رسماً نظر نه دی ښوولی.