ویسټ انډیز په خپل کور کې د اسټرالیا خلاف د بریاوو لړۍ جاري ساتلې

ویسټ انډیز په خپل کور کې د اسټرالیا خلاف د بریاوو لړۍ جاري ساتلې


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1298

د ویسټ انډیز او د اسټرالیا کرکټ لوبډلې تر منځ د ویسټ انډیز په کوربتوب دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای په لسمه نېټه په ویسټ انډیز کې ترسره شوه.

په دغې لوبه کې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې او د ۱۹۷ منډو هدف یې اسټرالیا لوبډلې ته کېښود.

د ویسټ انډیز لپاره لینډل سایمونس ۳۰، ډي جی براوو ۴۷ او شیمرون هیټمایر ۶۱ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره جوش هیزیلوډ، میچل مارش او اشټون اګر یو یو لوبغاړی وسوځوه.

اسټرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۵۶ منډو وبایلله .

د اسټرالیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې میچل مارش ۵۴ جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره شیلډون کوټریل دوه او هایډن والش درې لوبغاړي وسوځول.

ددې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شیمرون هیټمایر ته ورکول شوه، چې ۶۱ منډې یې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ انډیز، اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

ویسټ انډیز د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز کې ۲ـ۰ مخکې دی.