امر بالمعروف وزیر: سوداګر باید هېواد ته د ښځو چسپې جامې رانه وړي

امر بالمعروف وزیر: سوداګر باید هېواد ته د ښځو چسپې جامې رانه وړي


  • 1 کال دمخه (27/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 498

د امر بالعروف سرپرست وزیر ویلي، سوادګر باید هېواد ته د هغو ښځینه جامو له واردولو ډډه وکړي، چې چسپې وي او بدن یې په کې ښکاري. 

شېخ خالد حنفي تېره ورځ بامیانو ته د خپل سفر پر مهال له سوداګرو غوښتي چې د ښځو داسې کالي هېواد ته را وارد کړي، چې افغاني او اسلامي بڼه ولري.   

نوموړي همداراز ویلي چې وروسته له دې بند امیر ته د ښځو پر ورتګ هم بندیز ولګېد او مسوولین باید دا فرمان عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پر مېرمنو د کار او زده کړو ترڅنګ یو شمېر نور بندیزونه هم لګېدلي دي.