خلیل‌زاد: امریکا افغان حکومت ته د مذاکراتو لپاره دوه شرطونه اېښي

خلیل‌زاد: امریکا افغان حکومت ته د مذاکراتو لپاره دوه شرطونه اېښي


  • 1 کال دمخه (20/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

سمسور نیوز (۳۰مرغومی۱۴۰۱) د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې امریکا اوسني افغان حکومت ته د خبرو پيلېدو لپاره دوه شرطونه اېښي، چې یو یې د نجونو ښوونځیو پرانېستل او دویم یې د امریکايي بندي مارک فریريکس خوشې کول دي.

خلیل زاد په خپله تازه مرکه کې ویلي، تر هغه چې ا.ا یو ټول منلی حکومت رامنځ نه کړي، نه به کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او نه به هم ترې بندیزونه لېرې شي. 

دغه پخواني امریکایي استازي همدا راز زیاته کړې، چې د ا.ا ترمنځ څرګند اختلافات شته؛ خو دوی ځان یو موټی ښیي.  

مارک فریریکس د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد انجنیر دی او افغانستان کې یې د یوه ملکي قراردادي په توګه کار کوه، چې په ۲۰۲۰ کال کې لادرکه شو.