ټرمپ: امریکا افغانستان کې تاریخي ماتې وخوړه؛ بایډن د دې شرم مسؤل دی

ټرمپ: امریکا افغانستان کې تاریخي ماتې وخوړه؛ بایډن د دې شرم مسؤل دی


  • 3 کاله دمخه (23/11/2021)
  • سمسورپرس
  • 828

سمسور(سه شنبه د لېندۍ ۲) د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلی، چې امریکا افغانستان کې له تاریخي شرم سره مخ شوه او د دې ټولو مسؤلیت د بایډن په غاړه دی.

نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د تخلیې ماموریت له شرم ډک و او که چېرته یې خپله دنده پای ته نه وه رسېدلې؛ نو یو مېخ به هم ورڅخه پاتې نه و.

 

ټرمپ دغه راز په کابل کې د تخلیې پر مهال په هوایي ډګر کې وروستۍ چاودنې ته په اشارې ویلي چې په یاده پېښه کې ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول خو هیچا یې هم نوم وانخیست، چې دا د وژل شویو سرتېرو روح او د هغوی عزیزانو ته سپکاوی دی.

باید یاده شي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې وه؛ خو د هغه د مودې له پای ته رسېدو وروسته، امریکایي ځواکونه د بایډن د واکمني پر مهال له افغانستان څخه ووتل.

سمسورپرس